Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 2:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36-39 دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع د اولاد يدعياه د قبيلې نهۀ سوه او درې اويا کسان، د اِمير د قبيلې يو زر او دوه پنځوس کسان، د فشحور د قبيلې يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت کسان، د حارِم د قبيلې يو زر او اوولس کسان.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 2:36
10 Iomraidhean Croise  

په واپس راغلو اِمامانو کښې دا کسان وُو: يدعياه، يهويريب او يکين. د خِلقياه زوئ عزرياه چې د مالِک خُدائ د کور مشر آفسر وو، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې مسلام، صدوق، مرايوت او اخيطوب شامل وُو. د يروحام زوئ عداياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې فشحور او مُلکياه شامل وُو، او ورسره د عدى‌ايل زوئ معسى، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې يحزيراه، مسلام، مسلميت او اِمير شامل وُو.


دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه.


د اِمير ډله: حنانى او زبدياه،


د حارِم ډله: معسياه، الياس، سمعياه، يحى‌ايل او عُزياه،


د فشحور ډله: اليوعينى، معسياه، اِسمٰعيل، نتنى‌ايل، يوزبد او اِلعاسه،


ليوى يشوَع او د هغۀ زامنو او خپلوانو او د هُوداوياه د قبيلې قدمى‌اېل او د هغۀ زامنو د مالِک خُدائ د کور په بيا جوړېدو کښې په شريکه مشرى کوله. د هغوئ مدد د حنداد د قبيلې ليويانو هم کولو.


مونږ يعنې بنى اِسرائيلو، اِمامانو، ليويانو، څوکيدارانو، سندرغاړو، د خُدائ پاک د کور خِدمتګارانو او هغه نورو ټولو خلقو د خُدائ پاک د قانون د تابعدارۍ په بنياد خپل ځانونه د پردى مُلک د هغه خلقو نه جدا کړى وُو کوم چې زمونږ په مُلک کښې اوسېدل. مونږ د خپلو ښځو او د هغه ټولو بچو سره د کومو عُمر چې پوهېدو ته رسېدلے دے،


دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع اولاد يدعياه، نهۀ سوه او درې اويا، اِمير، يو زر او دوه پنځوس، فشحور، يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت، حارِم، يو زر او اوولس.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan