عزرا 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3-20 د پرعوس د قبيلې شمېر دوه زره يو سل او دوه اويا کسان، د سفطياه د قبيلې شمېر درې سوه او دوه اويا کسان، د ارخ د قبيلې شمېر اووۀ سوه او پينځۀ اويا کسان، د يشوَع او يوآب د اولاد پخت موآب د قبيلې شمېر دوه زره اتۀ سوه او دولس کسان، د عيلام د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د زتُو د قبيلې شمېر نهۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د زکى د قبيلې شمېر اووۀ سوه او شپېتۀ کسان، د بانى د قبيلې شمېر شپږ سوه او دوه څلوېښت کسان، د ببى د قبيلې شمېر شپږ سوه او درويشت کسان، د عزجاد د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او دوويشت کسان، د ادونِقام د قبيلې شمېر شپږ سوه او شپږ شپېتۀ کسان، د بِګوئ د قبيلې شمېر دوه زره او شپږ پنځوس کسان، د عدين د قبيلې شمېر څلور سوه او څلور پنځوس کسان، اطير چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو د هغۀ د قبيلې شمېر دوه کم سل کسان، د بِضى د قبيلې شمېر درې سوه او درويشت کسان، د يوره د قبيلې شمېر يو سل او دولس کسان، د حاشوم د قبيلې شمېر دوه سوه او درويشت کسان، د جِبار د قبيلې شمېر پينځۀ کم سل کسان. Faic an caibideil |
د اُوزى زوئ فالال ورپسې برخه جوړه کړه، د دېوال د ګوټ نه او د څوکيدارۍ دربار ته نزدې د محل برنۍ مينارې نه يې شروع وکړه، د پرعوس زوئ فداياه ورپسې برخه جوړه کړه، دا برخه د هغه ځائ پورې وه چې نمرخاتۀ طرف ته يې د اوبو دروازه او د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ اوچته ميناره وه. دا برخه د ښار د هغه حِصې سره نزدې وه چې نوم يې عوفل وو، چرته چې د خُدائ پاک د کور کاريګران اوسېدل.
دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د کسانو د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د پرعوس اولاد دوه زره يو سل او دوه اويا، د سفطياه اولاد درې سوه او دوه اويا، د ارخ اولاد شپږ سوه او دوه پنځوس، د پخت موآب اولاد چې هغوئ د يشوَع او يوآب اولاد وو، په شمېر کښې دوه زره اتۀ سوه او اتلس وُو، د عيلام اولاد يو زر دوه سوه څلور پنځوس، د زتُو اولاد اتۀ سوه او پينځۀ څلوېښت، د زکى اولاد اووۀ سوه او شپېتۀ، د بِنوئى اولاد شپږ سوه او اتۀ څلوېښت، د ببى اولاد شپږ سوه او اتۀويشت، د عزجاد اولاد دوه زره درې سوه او دوويشت، د ادونِقام اولاد شپږ سوه او اووۀ شپېتۀ، د بِګوئ اولاد دوه زره او اووۀ شپېتۀ، د عدين اولاد شپږ سوه او پينځۀ پنځوس، د اطير اولاد چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو، دوه کم سل کسان، د حاشوم اولاد درې سوه او اتۀويشت، د بِضى اولاد درې سوه او څليريشت، د خاريف اولاد يو سل او دولس، د جبعون اولاد پينځۀ کم سل.