عزرا 2:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو: Faic an caibideil |
د پرعوس د قبيلې شمېر دوه زره يو سل او دوه اويا کسان، د سفطياه د قبيلې شمېر درې سوه او دوه اويا کسان، د ارخ د قبيلې شمېر اووۀ سوه او پينځۀ اويا کسان، د يشوَع او يوآب د اولاد پخت موآب د قبيلې شمېر دوه زره اتۀ سوه او دولس کسان، د عيلام د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د زتُو د قبيلې شمېر نهۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د زکى د قبيلې شمېر اووۀ سوه او شپېتۀ کسان، د بانى د قبيلې شمېر شپږ سوه او دوه څلوېښت کسان، د ببى د قبيلې شمېر شپږ سوه او درويشت کسان، د عزجاد د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او دوويشت کسان، د ادونِقام د قبيلې شمېر شپږ سوه او شپږ شپېتۀ کسان، د بِګوئ د قبيلې شمېر دوه زره او شپږ پنځوس کسان، د عدين د قبيلې شمېر څلور سوه او څلور پنځوس کسان، اطير چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو د هغۀ د قبيلې شمېر دوه کم سل کسان، د بِضى د قبيلې شمېر درې سوه او درويشت کسان، د يوره د قبيلې شمېر يو سل او دولس کسان، د حاشوم د قبيلې شمېر دوه سوه او درويشت کسان، د جِبار د قبيلې شمېر پينځۀ کم سل کسان.