عزرا 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 دا د يهوديانو د جلاوطن شوو خلقو تفصيل دے څوک چې د آزادېدو نه پس واپس خپلو صُوبو ته تلل. نبوکدنضر بادشاه هغوئ بابل ته قېديان بوتلى وُو، خو اوس يروشلم، يهوداه او خپلو نورو ښارونو ته راواپس شول چرته چې هغوئ مخکښې اوسېدل. Faic an caibideil |
بيا هغه ټولو خلقو نذرانې راوړې کوم چې د جلاوطنۍ نه راغلى وُو چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شى. هغوئ د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره دولس غوَيى، څلور کم سل ګډان، اووۀ اويا ګډُورى پېش کړل، هغوئ دولس چېلى هم پېش کړل چې خپل ځانونه د ګناه نه پاک کړى. دا ټول ځناور مالِک خُدائ ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شول.
نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسمالخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسمالخط کښې ليکلے شوى وُو.