7 ټول يروشلم او يهوداه ته يو پېغام ولېږلے شو چې هغه ټول خلق دې په يروشلم کښې راغونډ شى چې کوم د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى،
نو هغوئ په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې د بيرسبع پورې ټول اِسرائيل له دعوت ورکړو، چې په يروشلم کښې په دومره لوئ شمېر کښې راغونډ شى چې مخکښې نۀ وى راغونډ شوى او د قانون په مطابق د فسحې اختر وکړى.
په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى:
بيا هغه د خُدائ پاک د کور د مخې نه لاړو او د اِلياسب زوئ يهوحنان کوټې ته ورننوتلو، هلته يې شپه تېره کړه او د جلاوطنۍ خلقو په بېوفايۍ يې خفګان کولو، او په دې وجه يې خوراک څښاک نۀ کولو.
دا د خلقو د مشرانو حُکم وو. کۀ څوک په درېو ورځو کښې رانۀ غلو، نو د هغۀ ټول جائيداد به ضبط کړے شى او نور به دا حق نۀ لرى چې هغه د جلاوطنو د قبيلې نه وګڼلے شى.