Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 10:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 10:4
14 Iomraidhean Croise  

لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“


نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“


تۀ په دې پوهه شه چې مالِک خُدائ تۀ د هغۀ د مقدس کور جوړولو دپاره خوښ کړے يې. نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بې‌حوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.


اِمامانو او ليويانو ته ذمه وارۍ حواله شوې دى چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې يې وکړى. د هر قِسم مهارت کاريګران د زړۀ نه غواړى چې ستا مدد وکړى او ټول خلق او د هغوئ مشران ستا د حُکم لاندې دى.“


عزرا پاڅېدو او د اِمامانو د مشرانو، ليويانو او د ټولو بنى اِسرائيلو نه يې دا قسم واخستو چې هغوئ به د سکانياه په مشوره باندې عمل کوى. نو داسې هغوئ قسم وکړو.


تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.


د دې مثال د هغه سړى په شان دے چې د کوره لرې روان وى او څۀ وخت چې خپل کور نه ځى نو خپلو نوکرانو ته اختيار ورکړى چې هر يو دې خپل کار کوى او څوکيدار ته هم حکم ورکړى چې بېدار اوسى.


او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan