او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتىاېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشتهدارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربانګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.