Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 10:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د عيلام قبيلې د يحى‌ايل زوئ سکانياه عزرا ته ووئيل، ”د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کولو په وجه مونږ د خُدائ پاک سره بې‌وفائى کړې ده، خو بيا هم د اِسرائيل دپاره اُميد شته،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 10:2
17 Iomraidhean Croise  

د عيلام ډله: متنياه، زکرياه، يحى‌ايل، عبدى، يريموت او الياس،


کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.


يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو.


نو مونږ به بيا د ګناهِ کبيره داسې عمل څنګه وکړُو چې د خُدائ پاک سره بې‌وفائى وکړُو او د پردى مُلک ښځو سره ودونه وکړُو؟“


د اِمير زوئ صدوق ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور په مخکښې وه. د نمرخاتۀ طرف دروازې څوکيدار د سکانياه زوئ سمعياه ورپسې برخه جوړه کړه.


پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره لوظ ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


خو کۀ چرې تاسو طرفدارى کوئ نو ګناه کوئ او د شريعت په مطابق مجرمان يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan