Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغوئ دا قسم وکړو چې خپلو ښځو له به طلاق ورکړى او د خپلو د ګناه د تاوان د نذرانو دپاره يې د يو يو ګډ نذرانه پېش کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 10:19
9 Iomraidhean Croise  

ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.


ټولو آفسرانو، فوجيانو او تر دې پورې چې د داؤد نورو زامنو هم دا لوظ وکړو چې د سليمان بادشاه وفادار به وى.


د هغوئ په شان ضدى مۀ جوړېږئ، خو د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ. په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راځئ، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د همېشه دپاره مقدس کړے دے او د هغۀ عبادت کوئ نو داسې به د هغۀ د سخت قهر نه خلاص شئ.


د اِمير ډله: حنانى او زبدياه،


مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى.


کله چې يو کس په داسې طريقه ګناه وکړى، هغۀ چې څۀ څيز هم د غلا يا دوکې په طريقه اخستے وى نو هغه دې واپس ورکړى. په کومه ورځ چې هغه ګناهګار ثابت شى، نو هغه به خامخا د هغه څيز مالِک له پوره تاوان ورکوى او شل فيصده زيات به هم ورکوى.


هغه دې اِمام له يو داسې بې‌عېبه ګډ يا چېلے راولى چې مالِک خُدائ ته يې د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.


او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېر‌يهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan