Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 10:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 10:18
27 Iomraidhean Croise  

او په ورپسې درېو مياشتو کښې هغوئ د هغه ټولو معامِلو معلومات وکړو چې کومو سړو د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کړى وُو.


د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:


دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع د اولاد يدعياه د قبيلې نهۀ سوه او درې اويا کسان، د اِمير د قبيلې يو زر او دوه پنځوس کسان، د فشحور د قبيلې يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت کسان، د حارِم د قبيلې يو زر او اوولس کسان.


او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.


د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.


کله چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.


کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.


يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو.


يشوَع د يويقيم پلار وو، يويقيم د اِلياسب پلار وو، اِلياسب د يويدع پلار وو،


يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيت‌حورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى.


عزرا د لرګى د پايو په ممبر باندې ولاړ وو کوم چې د دې موقعې دپاره جوړ شوے وو. دا کسان د هغۀ ښى طرف ته ولاړ وُو، متتياه، سمع، عناياه، اورِياه، خِلقياه، او معسياه، او دا کسان يې ګس طرف ته ولاړ وُو، فداياه، ميسائيل، مُلکياه، حاشوم، حسبدانه، زکرياه او مسلام.


بيا هغوئ په خپلو خپلو ځايونو باندې ودرېدل، او دې ليويانو ورته د شريعت تشريح وکړه، يشوَع، بانى، سربياه، يمين، عقوب، سبتى، هودياه، معسياه، قليتاه، عزرياه، يوزبد، حنان او فلاياه.


دا مُلک د زناکارانو نه ډک دے، نو په دې وجه مالِک خُدائ ورباندې لعنت نازل کړے دے نو زمکه اوچه شوې ده او په للمه کښې شينکے اوچ شوے دے. نبيان په بدو لارو روان شوى دى او خپل طاقت په غلطه طريقه استعمالوى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بې‌خُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى.


خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې د دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بې‌ايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“


هغوئ دې کونډو او طلاقو شوو ښځو سره وادۀ ونۀ کړى، هغوئ دې صرف د بنى اِسرائيلو د نسل پېغلو سره يا د اِمامانو کونډو سره وادۀ کوى.


يو اِمام به د کنجرې ښځې سره وادۀ نۀ کوى يا چې پېغله نۀ وى او يا طلاقه شوې وى ځکه چې هغه مقدس دے.


د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.


بيا زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ، يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زوئ، او د مالِک خُدائ پاتې شوو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک خبرې ومنلې چې د حجى پېغمبر په ذريعه وئيلے شوې وې چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک هغه رالېږلے وو. او خلق د مالِک خُدائ نه ويرېدل.


خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،


بيا هغۀ ما ته يشوَع مشر اِمام وښودلو چې د مالِک خُدائ د فرښتې په وړاندې ولاړ وو، او اِلزام لګوونکے يعنې شېطان د هغۀ په ښى طرف ولاړ وو چې په هغۀ اِلزام ولګوى.


د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.


ښځې دې هم دغه شان ادب ناکې وى، غېبت کوونکې دې نۀ وى بلکې پرهيزګارې او په ټولو خبرو کښې دې ايماندارې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan