15 صرف د عساهيل زوئ يونتن، د تِقوه زوئ يحزياه د دې منصوبې مخالفت وکړو، مسلام او يو ليوى سبتى ورسره په دې کښې ملګرى وُو.
زمونږ آفسران دې زمونږ ټولو په ځائ کار وکړى. بيا هغه هر يو دې چې د غېر قوم ښځه لرى هغه دې په يو مقرر وخت باندې د مشرانو او د خپل ښار د قاضيانو سره راشى. نو د دې معاملې په حقله به د خُدائ پاک قهر سوړ شى.“
د جلاوطنۍ نه راواپس شوو کسانو دا منصوبه منظوره کړه، نو عزرا اِمام د ډلو د مشرانو نه سړى مقرر کړل او د هغوئ نومونه يې وليکل. د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغوئ تفتيش شروع کړو،
د بانى ډله: مسلام، ملوک، عداياه، يسوب، سيال او يريموت،
سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو.
دا اِمامان ورپسې روان شول چې بيګلې يې غږولې: عزرياه، عزرا، مسلام، يهوداه، بنيامين، سمعياه او يرمياه. ورپسې زکرياه زوئ د يونتن، زوئ د سمعياه، زوئ د متنياه، زوئ د ميکاياه، زوئ د زکور، زوئ د آسف راغلۀ.
د فاسح زوئ يويدع او د بسودياه زوئ مسلام د يسانه دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګول او د تاله کولو دپاره يې په دروازه کښې اړمونه او کُنډې ولګول.