10 عزرا اِمام ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو بېوفا وئ او د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو په وجه مو بنى اِسرائيليان ګناهګار کړى دى.
هغوئ ووئيل، ”دا قېديان دلته مۀ راولئ. مونږ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه کړې ده او هغه مو دومره غصه کړے دے چې مونږ له به سزا راکړى. اوس تۀ داسې نور هم څۀ کول غواړې چې په هغې باندې زمونږ جرم زيات شى.“
نو اوس مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او هغه کار کوئ چې هغه پرې رضا کيږى. د پردى مُلک د هغه خلقو نه خپل ځانونه جدا کړئ چې کوم زمونږ په مُلک کښې اوسيږى او د غېرو قومونو د ښځو نه ځان خلاص کړئ.“
په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو.
نو بيا مونږ ستا حُکمونه څنګه مات کړُو او هغه حرام کاره خلقو سره ودونه وکړُو؟ کۀ مونږ داسې وکړُو نو تۀ به دومره غصه شې چې تباه به مو کړې او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدې.
ما وئيل، ”خُدايه پاکه، ما له په دې باندې ډېر سخت شرم راځى چې ستا په حضور کښې خپل لاسونه اوچت کړم. زمونږ ګناهونه زمونږ د سرونو نه پاس اوړېدلى دى او زمونږ ګناهونه تر آسمانه پورې رسېدلى دى.
او اوس تاسو د خپل پلار نيکۀ په ځائ يو نوې بدکاره نسل راغلى يئ چې د مالِک خُدائ سخت قهر په بنى اِسرائيلو باندې بيا راولئ.
نو ځئ او د خپل پلار نيکۀ نيمګړے کنډول ډک کړئ.