عزرا 10:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل. Faic an caibideil |
مونږ يعنې بنى اِسرائيلو، اِمامانو، ليويانو، څوکيدارانو، سندرغاړو، د خُدائ پاک د کور خِدمتګارانو او هغه نورو ټولو خلقو د خُدائ پاک د قانون د تابعدارۍ په بنياد خپل ځانونه د پردى مُلک د هغه خلقو نه جدا کړى وُو کوم چې زمونږ په مُلک کښې اوسېدل. مونږ د خپلو ښځو او د هغه ټولو بچو سره د کومو عُمر چې پوهېدو ته رسېدلے دے،
کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.