8 د فارس بادشاه خورس دا د شاهى خزانې مشر مِتردات ته حواله کړل، مِتردات د دې نه يو فهرست جوړ کړو او د يهوداه مشر شيسبضر له ورکړو،
هلته ټول پينځۀ زره او څلور سوه د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وُو او هغه نور سامان وو کوم چې شيسبضر په هغه وخت کښې د ځان سره وړے وو چې کله هغه او نور جلاوطن شوى کسان د بابل نه يروشلم ته تلل.
د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:
هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بيا کېښودل کوم چې نبوکدنضر د خُدائ پاک د کور نه اوړى وُو چې هغه کور په يروشلم کښې وو او په بابل کښې يې په عبادتخانه کښې اېښى وُو. خورس بادشاه دا لوښى د يو سړى په حواله کړل چې د هغۀ نوم شيسبضر وو، کوم چې هغۀ د يهوداه حکمران مقرر کړے وو.
نو شيسبضر راغلو او د دې بنياد يې کېښودو، د دې جوړېدل د هغه وخت نه واخله تر ننه پورې جارى وُو، خو د خُدائ پاک کور تر اوسه پورې مکمل شوے نۀ دے.
کله چې د شلتىاېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.
زۀ به د بابل معبود بيل بُت ته سزا ورکړم، او څۀ چې يې خوړلى دى هغه به پرې ګنډير کړم. قومونه به نور د هغۀ عبادت نۀ کوى. او د بابل دېوالونه به راوغورزيږى.
د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.
نو مالِک خُدائ د زرُبابل د شلتىاېل د زوئ جذبه راپاروله چې د يهوداه حاکِم وو، او د يشوَع جذبه چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو، او د مالِک خُدائ د ټولو ژوندى پاتې شوو خلقو جذبه. هغوئ راغلل او د مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د هغوئ پاک خُدائ وو په کور يې کار شروع کړو.