Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 1:6
12 Iomraidhean Croise  

خلقو د زړۀ د اخلاصه څيزونه ورکول او هغوئ په دې خوشحاله وُو چې څومره زيات يې ورکړى دى. داؤد بادشاه هم ډېر زيات خوشحاله وو.


ژوندى پاتې شوى خلق چې چرته هم اوسيږى، نو خپل ګاونډيان به ورله په مدد کښې دا څيزونه ورکړى لکه چې سپين زر، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ ځناور او داسې نذرانې هم چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک په کور کښې پېش کړے شى.“


او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.


د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“


په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل چا چې دوئ ګېر کړى وُو.


کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه موسىٰ ورته فرمائيلى وُو او د مِصريانو نه يې د سرو زرو او سپينو زرو کالى او جامې غوښتلى وُو.


مالِک خُدائ په مِصريانو د دې خلقو قدر وکړو او چې دوئ څۀ غوښتل هغوئ ورکړل. نو داسې بنى اِسرائيلو د مِصريانو دولت لوټ کړو.


کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى.


تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan