Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 9:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 9:3
6 Iomraidhean Croise  

نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.


نو زۀ بيا پاڅېدم او مېدان ته لاړم. او د مالِک خُدائ جلال هلته ولاړ وو، هغه شان لکه کوم جلال چې ما د کبار د سيند سره ليدلے وو نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم.


او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال زما په وړاندې هلته راښکاره شو، لکه څنګه چې ما په رويا کښې د دې نه وړاندې په مېدان کښې ليدلے وو.


نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربان‌ګاه په خوا کښې ودرېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan