1 نو بيا مالِک خُدائ په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”هغه کسان راولئ کوم چې د ښار د سزا ورکولو دپاره مقرر شوى دى نو هغوئ ته ووايه چې هر يو د خپلو تباه کوونکو وسلو په لاس راشى.“
بيا هغه او يوندب دننه لاړل چې بعل ته قربانۍ او سوزېدونکې نذرانې پېش کړى. هغۀ اتيا سړى د عبادتخانې نه بهر ودرولى وُو او هغوئ ته يې وئيلى وُو، ”تاسو به دا ټول خلق وژنئ، چې د چا نه يو کس هم وتښتى نو د هغۀ په سر کښې به هغه وژلے شى.“
بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه.
چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېريږى او مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټونو او پاسنو دُرشلو باندې هغه وينه وګورى او د مرګ فرښته به ستاسو کورونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى او تاسو ووژنى.
بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم. ما ولېږه.“
د صيون طرف ته د تېښتې دپاره جنډا اوچته کړئ او په منډه محفوظ ځائ ته وتښتئ. ځکه چې زۀ د شمال د خوا نه افت او سخته تباهى راولم.
کومه رويا چې ما وليدله د هغه رويا په شان وه کومه چې ما ليدلې وه کله چې هغه د ښار تباه کولو له راغلو او د هغه رويا په شان چې ما د کبار د سيند په غاړه وليدله، او زۀ پړمخې پرېوتلم.
هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“