Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغۀ زۀ د دربار دروازې ته راوستلم. ما وکتل، ما په دېوال کښې يو سورے وليدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 8:7
6 Iomraidhean Croise  

د محل دربار، د مالِک خُدائ د کور دنننے دربار او دې ته د ننوتو کوټې داسې دېوالونه لرل چې د پرې کړے شوو کاڼو د هرې درېمې ردې نه پس د دِيار يو تير په کښې لګېدلے وو.


د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې.


هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو.


او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“


هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، نو اوس په دېوال کښې دا سورے غټ کړه.“ نو ما بيا په دېوال کښې سورے وکړو او هلته مې يوه پټه دروازه وليدله.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan