Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 8:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 8:3
39 Iomraidhean Croise  

خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخى‌اب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم.


مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربان‌ګاه د نوې قربان‌ګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربان‌ګاه شمالى طرف ته يوړه.


او ورته يې ووئيل، ”دلته مونږ پنځوس سړى يُو چې ټول تکړه يُو. راځئ چې لاړ شُو او ستا نېک ولټوُو. کېدے شى چې د مالِک خُدائ روح هغه وړے وى او چرته په غر يا وادۍ کښې يې پرېښے وى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”تاسو به نۀ ځئ.“


هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى.


دوئ هغه په بُت‌خانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.


د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.


د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.


هغوئ خپل حرام بُتان زما په کور کښې اېښى دى، کوم کور چې زما د عبادت دپاره جوړ شوے وو او هغوئ په دې زما کور پليت کړے دے.


مالِک خُدائ فرمائى چې د يهوداه خلقو زما د سترګو د وړاندې ګنده کارونه کړى دى، هغوئ زما په کور کښې خپل پليت بُتان اېښى دى په کومو چې زما نوم ليکلے دے او هغه يې ناپاکه کړے دے.


په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.


اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.


نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو مشران وليدل.


نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په بابل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه،


نو ما بيا وليدل چې يو لاس زما طرف ته راغزېدلے دے او د هغۀ سره يو طومار وو.


نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“


نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.


د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه.


د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.


بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو.


کله چې هغوئ خپل درشل زما درشل سره خوا کښې او د خپلو دروازو بازو زما د دروازو د بازوګانو سره ولګول، زما او د هغوئ په مينځ کښې صرف ‎يو دېوال وو، هغوئ زما د مقدس نوم بې‌حرمتى په خپلو بدو عملونو سره وکړه. نو ما په خپله غصه کښې هغوئ تباه کړل.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، ځکه چې تاسو د خپلو حرامو کارونو او کرکژن تصويرونو په عبادت کولو سره زما مقدس کور پليت کړو، زۀ به په خپله نۀ په تاسو رحم وکړم، او نۀ به زۀ تاسو ته د رحم په سترګه وګورم او نۀ به تاسو بچ کړم.


هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، د شمال خوا ته وګوره،“ نو بيا ما وکتل، د شمال خوا ته د قربان‌ګاه د داخلېدو دروازه کښې ما هغه بُت وليدو د چا خلاف چې د خُدائ پاک غېرت راپارېدلے وو.


نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربان‌ګاه په خوا کښې ودرېدل.


بيا يو لاس زۀ راونيولم او په خپل ځائ يې په لړزېدو سره په ګوډو کړم.


نو هغه څوک چې د بنى آدم په شان ښکارېدو زۀ يې بيا مسح کړم او ما له يې طاقت راکړو.


او ناګهانه د انسان د لاس ګوتې راښکاره شوې او د شاهى محل د دېوال په پلستر باندې د شمعدان سره نزدې ليکل وکړل. کله چې هغه لاس ليکل کول نو بادشاه په خپله هغه وليدلو.


کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو.


د هغوئ بُت پرستۍ د مالِک خُدائ غېرت رابېدار کړو، د هغوئ حرام کار هغه په قهر کړو.


د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم، د بې‌کاره معبودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے، زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې قوم نۀ دى، نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم،


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو غېرتى خُدائ پاک يم. زۀ د پلار نيکۀ د ګناه سزا د هغوئ اولاد له تر درېم او څلورم نسله پورې ورکوم څوک چې زما نه نفرت کوى.


ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم چې تاسو سره اوسيږى، هغه يو غېرتى خُدائ پاک دے. د هغۀ غضب به په تاسو راشى او هغه به د زمکې مخ نه تاسو ورک کړى.


يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”خو کېدے شى چې تاسو د دې قابل نۀ شئ چې د مالِک خُدائ خِدمت وکړئ. هغه يو مقدس او غيرتى خُدائ پاک دے او هغه به ستاسو ګناهونه نۀ معاف کوى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan