2 ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په شان ښکارېدو، د ملا نه لاندې هغه د اور په شان ښکارېدو او بره هغه لکه د يوې ځلېدونکې اوسپنې په شان ښکارېدو.
کله چې ما بره وکتل، نو ما يو لوئ طوفان د شمال د خوا نه په راتلو وليدلو چې لويه وريځ ترې مخکښې وه چې د برېښنا پړقېدل او ګېرچاپېره ترې نه تېزه رڼا خوره وه. د وريځو په مينځ کښې اور وو او د اور په مينځ کښې يو د پيتلو په شان څيز ځلېدلو.
کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.
د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.
د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو.