Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 8:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 8:18
25 Iomraidhean Croise  

نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى.


کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.


واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.


خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.


نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.


تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“


‎‏نو په دې وجه به زۀ تاسو په يقين سره هېر کړم او سره د هغه ښاره کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړو د خپل حضور نه لرې وشړم.


ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.


نو په دې وجه ما خپل سخت قهر د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو لکه د اور په شان نازل کړو، او هغه يې تر نن ورځ پورې تباه او په خرابه بدل کړل.


د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.


نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بې‌رحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے.


نو بيا به زما غصه سړه شى او زما د غېرت قهر به سوړ شى، او زۀ به په آرام شم او نور به تا ته نۀ غصه کېږم.


زۀ به ستاسو خلاف خپله غصه نازله کړم، او هغوئ به تاسو سره د غصې سلوک وکړى. هغوئ به ستاسو پوزې او غوږونه پرې کړى، او په تاسو کښې چې څوک پاتې شى په تُوره به مړۀ کړے شى. هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه بوځى، او تاسو نه چې څوک پاتې شى هغوئ به په اور کښې وسوزولے شى.


نو اوس تا په خپلو بې‌حيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.


نو زۀ به هغوئ ته د رحم په سترګه نۀ ګورم او نۀ به هغوئ بچ کړم، خو زۀ به هم د دوئ په سرونو هغه څۀ راولم څۀ چې هغوئ کړى دى.“


نو چې ما غوږ ونيولو، هغۀ هغه نورو ته وفرمائيل، ”په ښار کښې هغۀ پسې ځئ او خلق مړۀ کړئ، په چا زړۀ مۀ سوزوئ او مۀ په چا رحم کوئ.


بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى.


مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.


”ستاسو پلار نيکۀ ته مالِک خُدائ ډېر غصه وو.


کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.


کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه نۀ اورى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan