Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 8:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 8:17
25 Iomraidhean Croise  

خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو او هر طرف ته زور او ظلم وو.


خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده.


منسى دومره ډېر بې‌ګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.


د هغه بې‌ګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے.


ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بې‌ګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.


کله چې هم زۀ خپله خولۀ خلاصوم، نو بيا ضرور زۀ د ظلم او تباهۍ په حقله چغې سورې وهم. ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د کلام په وجه ټوله ورځ کنځل او بدې ردې تېروم او سپکولے شم.


ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.


لکه څنګه چې د يو کوهى نه تازه اوبۀ راوځى، دغه شان د دې ښار نه تازه تازه فساد او شرارت راوځى. د دې ښار په هرې خوا او ګوټونو او کوڅو کښې د ظلم او زياتى آوازونه اورېدلے کيږى. د دې ښار بيمارى او زخمونه هر وخت زما د سترګو د وړاندې دى.


د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.


تاسو په دې ښار کښې ډېر خلق وژلى دى او د دې لارې کوڅې مو په مړو ډکې کړې دى.


تۀ د خپلو شهوت پرستو ګاونډيانو مِصريانو سره په زناکارۍ کښې آخته شوې، او تا د ډيرې زنا کولو په وجه زما قهر او غضب راوپارولو.


هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.


زۀ به ستاسو خلاف خپله غصه نازله کړم، او هغوئ به تاسو سره د غصې سلوک وکړى. هغوئ به ستاسو پوزې او غوږونه پرې کړى، او په تاسو کښې چې څوک پاتې شى په تُوره به مړۀ کړے شى. هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه بوځى، او تاسو نه چې څوک پاتې شى هغوئ به په اور کښې وسوزولے شى.


تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بې‌عزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې.


”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو کافى لرې لاړئ، اے د بنى اِسرائيلو شهزادګانو. خپل شرارت او ظلم پرېږدئ او هغه څۀ وکړئ څۀ چې د اِنصاف او د صداقت وى. زما د خلقو نه د زمکو قبضه کول بند کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


د هغوئ د ظلم په وجه د خلقو شرارت زيات شوے دے، يو کس به ترې نه هم پاتې نۀ شى، نۀ د هغوئ خلق، نۀ دولت، او نۀ د هغوئ اهميت.


زنځيرونه تيار کړه، ځکه چې ټول مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ټول ښار د شر و فساد نه ډک دے.


او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“


تاسو دا نۀ منئ چې د مصيبت هغه ورځ به راشى، بلکې تاسو د بې‌اِنصافۍ حکومت قائم کړے دے.


چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى.


د هغې مالداره خلق ظالمان دى، د هغې خلق دروغژن دى او د هغوئ ژبې د دوکې خبرې کوى.


په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan