Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 8:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 8:16
29 Iomraidhean Croise  

خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره.


مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربان‌ګاه د نوې قربان‌ګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربان‌ګاه شمالى طرف ته يوړه.


د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې.


د آسونو هغه مجسمې يې هم لرې کړې چې د يهوداه بادشاه نمر ته وقف کړې وې او چې په دې کښې کومې جنګى ګاډۍ استعمالېدلې هغه يې وسوزولې. (دا د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې اېښودے شوې وې، چې د دروازې او د مشر آفسر ناتن مُلک د اوسېدو د کوټې سره نزدې وې.)


هغۀ بُت پرسته اِمامان لرې کړل چې د يهوداه بادشاهانو مقرر کړى وُو چې کومو د يهوداه په ښارونو کښې په علاقائى عبادتخانو او يروشلم ته نزدې ځايونو کښې قربانۍ پېش کولې، هغه ټول اِمامان يې لرې کړل چا چې بعل، نمر، سپوږمۍ، سيارو او ستورو ته قربانۍ پېش کولې.


زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک نافرمانه وُو او هغه کار يې کولو چې په څۀ باندې هغه ناراضه کېدو. هغوئ مالِک خُدائ او د هغۀ کور پرېښودو او هغۀ ته يې شا وګرځوله.


سليمان د دربار مرکزى حِصه وقف کړه، کوم ځائ چې د مالِک خُدائ د کور په مخکښې وو او بيا يې هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې وازګه يې پېش کړه، هغۀ داسې ځکه وکړل چې هغۀ د زېړو کومه قربان‌ګاه جوړه کړې وه نو هغه قربان‌ګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه.


دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه.


زما خلقو ما ته شا کړې ده، او ما ته د کتلو نه يې اِنکار کړے دے، سره د دې چې ما بار بار په نرمۍ سره هغوئ ته تعليم ورکړے دے، خو هغوئ زما خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے او نۀ يې زما اصلاح قبوله کړې ده.


مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.


ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.


او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.


اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.


نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو مشران وليدل.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د کله نه چې تا زۀ هېر کړے يم او وروستو خپل شا ته دې غورزولے يم، په دې وجه تۀ به خامخا د خپلې شهوت پرستۍ او زناکارۍ سزا وزغمې.“


په هغه ورځ چې هغوئ خپل ماشومان خپلو بُتانو ته قربانى کړل، نو په هغه ورځ هغوئ زما مقدس کور ته ننوتل او د دې بې‌حرمتى يې وکړه. دا هغه څۀ دى چې هغوئ زما کور کښې وکړل.


نو بيا هغه سړى زۀ دننه دربار ته په جنوبى دروازه باندې راوستلم، او هغۀ جنوبى دروازه ناپ کړه، هغه هم د نورو دروازو په ناپ وه.


نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه.


بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو.


کله چې هغوئ خپل درشل زما درشل سره خوا کښې او د خپلو دروازو بازو زما د دروازو د بازوګانو سره ولګول، زما او د هغوئ په مينځ کښې صرف ‎يو دېوال وو، هغوئ زما د مقدس نوم بې‌حرمتى په خپلو بدو عملونو سره وکړه. نو ما په خپله غصه کښې هغوئ تباه کړل.


اِمام به لږه وينه د ګناه د نذرانې نه راواخلى او دا به د خُدائ د کور د دروازې په درشل واچوى، د قربان‌ګاه د برنۍ حصې په څلور واړو ګوټونو، او د خُدائ د کور د دننه دربار په چوکاټونو به يې واچوى.


”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى.


زنځيرونه تيار کړه، ځکه چې ټول مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ټول ښار د شر و فساد نه ډک دے.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟ نو تۀ به نور داسې حرام کارونه وګورې کوم چې به د دې نه هم ډېر پليت او خراب وى.“


هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“


چې هغوئ د نورو معبودانو، د نمر، سپوږمۍ، يا د ستورو عبادت او خِدمت يې کړے وى او د مالِک خُدائ د حُکم مخالفت يې کړے وى،


په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan