Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے، آخرى وخت مو نزدې دے، وګورئ ستاسو په وړاندې دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 7:6
11 Iomraidhean Croise  

زۀ به په تاسو ضرور افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. د يهوداه هر يو کس څوک چې اوس په مِصر کښې اوسيږى ټول به جنګ او يا په قحط کښې مړۀ شى ترڅو چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شى.


مونږ په خپلو کوڅو کښې نۀ شُو ګرځېدلے ځکه چې دشمن راته مورچه شوے دے. زمونږ آخر رانزدې شوے وو، او زمونږ ورځې شمېرلے شوې وې، ځکه چې زمونږ اَنجام رارسېدلے وو.


هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى.


اے د بنى اِسرائيلو بې‌دينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.


دا ورځ راروانه ده، دا به يقيناً راشى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. دا هغه ورځ ده چې ما يې ذکر کړے دے.


ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے. تباهى مو په سر رارسېدلې ده. ظلم انتها ته رسېدلے دے، او خلق بې‌حده مغروره شوى دى.


نو اوس ستاسو آخرى وخت رارسېدلے دے او زۀ به خپل قهر و غضب په تاسو نازل کړم. زۀ به ستاسو د چال چلن په مطابق ستاسو عدالت وکړم او ستاسو د بدو اعمالو په مطابق به تاسو له پوره سزا درکړم.


تاسو څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ ستاسو د ښخېدو ورځ رارسېدلې ده. وخت رارسېدلے دے، هغه ورځ رانزدې شوې ده، دلته کښې د غرونو دپاسه صرف چغې سورې دى، او هيڅ قسمه د خوشحالۍ آوازونه نشته.


مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بې‌دينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan