25 کله چې دهشت راشى، نو هغوئ به د امن او سکون لټون وکړى، خو هيڅ قسم امن به ورته مِلاو نۀ شى.
زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“
ځکه چې هغوئ زما خلق ګمراهۍ خوا ته بوتلل، او وائى چې امن دے خو په حقيقت کښې امن نۀ وى. دا د هغه چا په شان دے لکه څوک چې کچه دېوال ووهى او بيا هغه نبيان ورته چونه ورکړى.
د اِسرائيل نبيانو ته چا چې د يروشلم په حقله پېشګوئې وکړه او د هغې په حقله يې د امن روياګانې ليدلې حال دا چې په رښتيا به امن نۀ وو، ما، مالِک خُدائ وفرمائيل.“
هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے.