Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 7:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بې‌حرمتى به وشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 7:24
18 Iomraidhean Croise  

نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.


هغۀ دوئ نورو قومونو ته حواله کړل، او د هغوئ دشمنانو په دوئ باندې حکومت وکړو.


ستا پاک ځائ ته يې اور واچولو او ختم يې کړو، او ستا د نوم د اوسېدلو ځائ يې سپک او بې‌حرمته کړو.


دا په کښې چا ووئيل چې، ”راځئ چې د خُدائ پاک د څرن ځايونه قبضه کړُو.“


تورو خاورو هغوئ ته خپله خولۀ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى.


د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.


ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغوئ کورونه او زمکې سره د هغوئ د ښځو نورو ته حواله کړم، ځکه چې زۀ به خپل لاس د دې مُلک د خلقو په خلاف وراوږد کړم.


زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.


”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه.


زۀ به خپل غضب په تاسو نازل کړم او د خپلې غصې اور له به ستاسو خلاف پوکے ورکړم، زۀ به تاسو قاتلانو او هغه کسانو ته حواله کړم چې په تباهۍ کښې ماهر وى.


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


زۀ به ستا خلاف د غېرو قومونو نه د ټولو نه زيات بې‌رحمه خلق راولم، هغوئ به ستا د حُسن او عقل خلاف خپلې تُورې راوکاږى او ستا ځلېدونکے شان او شوکت به پليت کړى.


زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى.


د هغوئ مال دولت به لوټ شى او د هغوئ کورونه به وران شى. هغوئ به کورونه جوړوى خو په کښې به نۀ اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى خو مے به ترې ونۀ څښى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan