21 زۀ به دا هر څۀ غېرو ته د غنيمت په شکل حواله کړم او د زمکې شريرانو باندې به يې لوټ کړم، او هغوئ به يې پليت کړى.
او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو.
هغۀ د مالِک خُدائ کور، شاهى محل او د يروشلم ټول کورونه وسوزول، هغۀ د ښار هر يو لوئ عمارت وسوزولو.
قرضخوا دې د هغۀ نه هر څۀ واخلى، او د هغۀ د مزدورۍ مېوه دې پردى خلق لوټ کړى.
اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بېحرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.
زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“
او د ټولو نه بېرحمه غېر مُلکيانو هغه پرې کړه او داسې يې پرېښودله. د هغې څانګې په غرونو او درو، ګړنګونو کښې راوغورزېدلې، او د هغې څانګې د هغه مُلک په درو کښې ماتې شوې پرېوتې. او د زمکې ټول قومونه د هغې د سورى نه بهر راووتل او هغه يې پرېښوده.