Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 7:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 7:20
32 Iomraidhean Croise  

هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربان‌ګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“


هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى.


چې ډېر زيات لرګى تيار کړى، ځکه چې زما د خُدائ پاک د کوم کور د جوړولو اراده ده هغه به لوئ او بې‌مثاله وى.


د دې نه علاوه، د يهوداه لار ښوونکى اِمامان او خلق د بُتانو په عبادت کښې د هغوئ نه ګېرچاپېره ګناهګارو قومونو په نقش قدم باندې روان وُو او د هغوئ په شان حرام کارونه يې وکړل، هغوئ د مالِک خُدائ هغه کور ناپاک کړو کوم چې مالِک خُدائ په خپله مقدس کړے وو.


چې کله د مالِک خُدائ د دې کور بنياد کېښودے شو نو کومو ډېرو بوډاګانو اِمامانو، ليويانو او د ډلو مشرانو چې د مالِک خُدائ هغه وړومبے کور ليدلے وو، نو په چغو يې وژړل. خو چې هلته نور کوم خلق وُو هغوئ د خوشحالۍ نه چغې وهلې.


د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى. د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،


د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے


نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.


او ستا هغه ښائسته او مقدس کور، چرته چې زمونږ پلار نيکۀ ستا ثناء صِفت کولو، اور سيزلے دے. او زمونږ د خوښې ټول ځايونو نه کنډر جوړ شوے دے.


نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم.


مالِک خُدائ فرمائى چې د يهوداه خلقو زما د سترګو د وړاندې ګنده کارونه کړى دى، هغوئ زما په کور کښې خپل پليت بُتان اېښى دى په کومو چې زما نوم ليکلے دے او هغه يې ناپاکه کړے دے.


دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.


افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.


مالِک خپله قربان‌ګاه سپکه کړه، او خپل مقدس مقام يې پرېښودلو. هغۀ د دشمن لاسونو ته د خپل محلونو دېوالونه حواله کړل. دشمن د مالِک خُدائ په کور کښې چغې کړې لکه څنګه چې د اختر په ورځ خلق کوى.


کله چې دوئ دې ته واپس راشى نو د دې نه به هغه ټول بُتان او حرام تصويرونه لرې کړى.


تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى.


کوم خوراک چې ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړے وو، لکه ښۀ اوړۀ، د زيتُونو تېل او شات ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړل، خو تاسو هغه بُتانو ته د خوشبويۍ د نذرانو په شکل وړاندې کړل. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.


هغوئ ما سره هم دا وکړل چې، په هم هغه وخت کښې هغوئ زما مقدس کور پليت کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه.


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، ځکه چې تاسو د خپلو حرامو کارونو او کرکژن تصويرونو په عبادت کولو سره زما مقدس کور پليت کړو، زۀ به په خپله نۀ په تاسو رحم وکړم، او نۀ به زۀ تاسو ته د رحم په سترګه وګورم او نۀ به تاسو بچ کړم.


زۀ به خپل مخ د دوئ نه واړوم او هغوئ به زما د مقدسو خزانو بې‌حرمتى وکړى، غلۀ به دې ته ننوځى او ناپاکه به يې کړى.


نو بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما کور پليت او زما دربار د مړو د لاشونو نه ډک کړئ. ځئ لاړ شئ.“ نو هغوئ بهر لاړل او په ټول ښار کښې يې په مرګ شروع وکړه.


په تاسو کښې داسې څوک پاتې دى چا چې د خُدائ د دې کور مخکښې شان او شوکت ليدلے وو؟ دا تاسو ته اوس څنګه ښکارى؟ ولې دا تاسو ته هيڅ هم نۀ ښکارى څۀ؟


خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.)


جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan