12 هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے.
اخستونکى تل دا شکايت کوى چې، ”دا ښۀ نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے،“ نو بيا هغه لاړ شى او وائى چې، ”دا سودا مې ډېره ښۀ واخسته.“
نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“
نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“
هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى.
ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى.
ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے. تباهى مو په سر رارسېدلې ده. ظلم انتها ته رسېدلے دے، او خلق بېحده مغروره شوى دى.
افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.
د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى.