Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو چرته چې تاسو اوسېږئ نو هغه ځائ او ښارونه به کنډر شى او هغه علاقائى عبادتخانې به تباه شى، ستاسو قربان‌ګاه به خرابې او تباه شى، ستاسو معبودان به ټوټه ټوټه او تباه کړے شى، او ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به راوغورزولے شى، او څۀ چې تاسو جوړ کړى دى هغه به جارُو کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 6:6
38 Iomraidhean Croise  

هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى.


چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى، او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.


نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.


کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.


نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


ستا مقدس ښارونه تباه شوى دى، د صيون نه بيابان جوړ شوے دے، او د يروشلم نه کنډر جوړ شوے دے.


غوږ ونيسئ، د شمال د خوا نه د غټ لښکر د راتلو يروونکے شور اورېدے کيږى. د يهوداه ښارونه به تباه او برباد شى او د ګيدړانو غار به ترې نه جوړ شى.


نو زۀ به په دې مُلک کښې خپل مقدس غر سره ستاسو د ټول مال دولت او ستاسو علاقائى عبادتخانې نورو خلقو ته د غنيمت په توګه حواله کړم، دا ستاسو د ګناهونو بدل دے کوم چې تاسو په خپل ټول مُلک کښې کړې دى.


هغوئ د غړمبېدونکو زمرو په شان په دوئ باندې حمله وکړه، او د دوئ د زمکې نه يې صحرا جوړه کړه، او ښارونه يې ورته وسوزول او د اوسېدو نه يې وويستل.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“


دا بُتان فضول او د مسخرو څيزونه دى. کله چې د هغوئ د حساب کِتاب ورځ راشى دا به ټول تباه شى.


زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.


د صيون نه د ژړا آوازونه اورېدلے کيږى چې وائى، ”واى، واى، مونږه څنګه تباه شُو او په شرمونو وشرمېدو. مونږ مُلک پرېښودو ته مجبوره شوى يُو، ځکه چې زمونږ کورونه تباه شوى دى.“


خلقو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى د هغه خلقو په حقله څوک چې په يروشلم کښې او د اِسرائيل په مُلک کښې اوسيږى، هغوئ به خپل خوراک په رېږدېدو سره کوى او اوبۀ به په مايوسۍ سره څښى، ځکه چې د دوئ د زمکې نه به هر څۀ چې په کښې دى لوټ شى د هغوئ ټولو د قتل و غارت زياتى په وجه څوک چې په کښې اوسيږى.


نو بيا به زۀ تا خپلو عاشقانو ته حواله کړم، او هغوئ به ستا بُت‌خانې ورانې کړى او ستا زيارتونه به تباه کړى. او هغوئ به ستا نه جامې او قيمتى کالى کوز کړى او بربنډه او لغړه به دې پرېږدى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به بُتان تباه کړم او په ميمفِس کښې مجسمې به ختمې کړم. نور به په مِصر کښې شهزاده نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک دهشت خور کړم.


زۀ به ستا ښارونه په کنډرو بدل کړم او تۀ به شاړ او ويجاړ شې. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو د دې نه علاوه به زۀ تا په کنډراتو بدل کړم او کله چې د نورو قومونو خلق ستا په خوا کښې تېريږى نو هغوئ به توبې وباسى.


ستاسو قربان‌ګاه به راوغورزولے شى او ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ټوټه ټوټه کړے شى. او زۀ به ستاسو خلق ستاسو د معبودانو په وړاندې حلال کړم.


ستا خلق به په تا کښې ووژلے شى، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.


د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربان‌ګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى.


د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربان‌ګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“


زۀ به ستاسو علاقائى عبادتخانې تباه کړم، ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ختمه کړم او ستاسو مړى به د ستاسو په بې‌ساه بُتانو باندې وروغورزوم. زۀ به ستاسو نه نفرت وکړم.


زۀ به ستاسو د ښارونو نه کنډرې جوړې کړم، ستاسو د عبادت ځايونه به تباه کړم او ستاسو قربانۍ به قبولې نۀ کړم.


د دې ټول بُتان به ټوټې ټوټې شى، او د هغې د کنجرتوب ټوله ګټه به وسوزولې شى. زۀ به د هغوئ د عبادتخانو ټول بُتان تباه کړم. ځکه چې هغې دا هر څۀ د خپل کنجرتوب په ګټه حاصل کړى دى، اوس به دا هر څۀ د هغې نه واخستے شى او نورو کنجرو ته به په مزدورى کښې ورکړے شى.


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


زۀ به ستاسو تراشلے شوى بُتان او مقدس کاڼى ستاسو مينځ نه تباه کړم، تاسو به نور د خپل لاس جوړ شوى څيزونو ته سجده نۀ کوئ.


د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے.


د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به نۀ د هغوئ سپين زر او نۀ به د هغوئ سرۀ زر هغوئ ته خلاصون ورکولے شى. د هغۀ د غېرت په اور به ټوله دُنيا وسوزيږى ځکه چې هغه به ناګهانه د هغوئ ټولو خاتمه راولى څوک چې د زمکې په مخ باندې اوسيږى.“


په هغه ورځ به زۀ د بُتانو نومونه د مُلک نه ختم کړم، هغوئ به نور نۀ ياديږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به دروغژن پېغمبران او ناپاکه روحونه دواړه د مُلک نه ختم کړم.


په ورپسې سحر وختى هغوئ وليدل چې بُت بيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے وو. دې ځل يې سر او دواړه لاسونه مات شوى وُو او د دروازې د درشل سره پراتۀ وُو، صِرف ډانچه يې پاتې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan