او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى.
زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى.