1 د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،
خو مالِک خُدائ ته غوږ ونيسئ چې هغه د هغه بادشاه په حقله فرمائى څوک چې د داؤد په تخت ناست دے او د هغه خلقو په حقله څوک چې په دې ښار کښې پاتې شوى دى، او ستاسو د مُلک خلقو په حقله څوک چې تاسو سره جلاوطن شوى نۀ وُو.
زۀ به ستا خلاف قحط او ځنګلى ځناور درولېږم، هغوئ به تاسو بېاولاده پرېږدى. وينه تويول او وباګانې به تاسو ته راورسيږى، او زۀ به جنګ ستاسو خلاف راولېږم. مالِک خُدائ په خپله داسې وفرمائيل.“
”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.