9 ځکه زۀ به ستا د هغه ټولو حرام کارو معبودانو په وجه تا سره هغه سلوک وکړم چې ما د دې نه وړاندې کله هم بل چا سره نۀ وى کړے او نۀ به يې بيا چا سره وکړم.
زما د خلقو سزا د سدوم د خلقو نه زياته ده، کوم چې په يو شېبه کښې تباه شُو او هيچا پرې لاس ونۀ مروړلو.
هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول.
د هغوئ د حرامو کارونو په وجه چې کوم هغوئ کړى دى زۀ به دا مُلک په صحرا بدلوم نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى.
تا په مونږ د افت راوستلو په ذريعه څۀ چې دې زمونږ د بادشاهانو په خلاف فرمائيلى وُو هغه دې پوره کړل. د آسمان د لاندې هيڅکله هم داسې افتونه نۀ دى راغلى لکه څنګه چې په يروشلم راغلل.
”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.
ځکه چې هغه به د لوئ مصيبت ورځ وى. داسې وخت د دُنيا د شروع نه تر اوسه لا نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى.