زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بېعزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بېعزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.
زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، زۀ اوس د دې شپونکو خلاف يم او هغوئ به زۀ د خپلو ګډو دپاره ذمه وار وګرځوم. زۀ به هغوئ د خپلو ګډو د شپونتوب نه لرې کړم نو داسې به شپونکى نور خپل ځانونه نۀ شى مړولے. زۀ به خپلې ګډې د هغوئ د خُلو نه بچ کړم، او هغوئ به نور د دوئ خوراک نۀ وى.“
تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.