6 خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه.
کۀ څۀ هم چې د هغوئ په بادشاهۍ کښې تا هغوئ له لوئ برکت ورکړے وو، کله چې هغوئ په هغه کولاو او آباد مُلک کښې اوسېدل کوم چې تا هغوئ له ورکړے وو، خو بيا هم هغوئ د ګناه نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې ستا خِدمت کړے وو.
سامريې ستا د ګناه په نيمه حِصه هم ګناه نۀ ده کړې، تا د هغوئ نه ډېر زيات حرام کارونه کړى دى، او کوم حرام کارونه چې تا کړى دى تا خپلې خوېندې د هغوئ په نسبت وبخښلې.
اوس اے مالِکه زمونږ خُدايه، تا چا چې خپل خلق د مِصر نه په خپل زورَور لاس راوويستل او خپل نوم له دې عزت او جلال ورکړو چې تر ننه قائم دے، د دې باوجود هم مونږ ګناه وکړه، مونږ بدکارونه وکړل.