3 خو د وېښتو يو څو تارونه دې د څادر په پلو کښې ونغاړه او ځان سره يې وساته.
خو هغۀ په يهوداه کښې سخت مسکينان خلق پرېښودل، چې د انګور په باغونو او پټو کښې کَرل رېبل کوى.
خو نبوزردان لږ څۀ غريبانان خلق په يهوداه کښې پرېښودل چا چې زمکه نۀ لرله، او هغۀ هغوئ ته پټى او د انګورو باغونه په حواله کړل چې د هغې خيال ساتى.
نو بيا يرمياه جدلياه د اخيقام زوئ له په مصفاه کښې واپس لاړو، او هغه په يهوداه کښې د هغه خلقو سره اوسېدلو کوم چې په هغه مُلک کښې پاتې شوى وُو.
خو نبوزردان څۀ غريبانان خلق په مُلک کښې پرېښودل کوم چې بلکل غريبانان وُو ترڅو هغوئ د انګورو په باغونو او پټو کښې کار وکړى.
نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم.
بيا د دې نه يو څو وېښتۀ راواخله او په اور کښې يې واچوه او وې سوزوه. د هغې نه به اور ټولو بنى اِسرائيلو ته خور شى.
خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.
او، ”کۀ صادق په مشکله خلاصون مومى نو د بېدينه او ګناه ګار به څۀ حال وى؟“