حزقىايل 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم. Faic an caibideil |
او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى.