Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 5:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 زۀ به ستا خلاف قحط او ځنګلى ځناور درولېږم، هغوئ به تاسو بې‌اولاده پرېږدى. وينه تويول او وباګانې به تاسو ته راورسيږى، او زۀ به جنګ ستاسو خلاف راولېږم. مالِک خُدائ په خپله داسې وفرمائيل.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 5:17
28 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ هلته اوسېدل نو په شروع کښې هغوئ د مالِک خُدائ عبادت نۀ کولو، نو هغۀ ازمرى ورولېږل. او زمريانو د هغوئ نه څۀ کسان ووژل.


زۀ به هغوئ په يو کال کښې نۀ وباسم، کۀ ما داسې وکړل، نو زمکه به ويجاړه شى او هلته به ډېر زيات ځنګلى ځناور وى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به څلور قسمه تباه کوونکى ورولېږم. تُوره د هغوئ د وژلو دپاره، سپى چې د هغوئ لاشونه راکاږى، ټپوسان چې هغوئ تېر کړى او ځنګلى ځناور چې هغوئ ختم کړى.


او يا کۀ چرې زۀ هغه مُلک ته ځنګلى ځناور ورولېږم چې د هغې خلق ووژنى او مُلک بلکل وران ويجاړ کړى، نو بيا به د هغه ځناورو په وجه هيڅ څوک هم د هغه مُلک نه نۀ شى تېرېدلے،


او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى،


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.


د هغۀ د ټولو نه تکړه فوجيان به په تُوره مړۀ شى. او بچ پاتې شوى به په هوا کښې خوارۀ شى. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“


په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“


او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زۀ ستاسو خلاف يم. زۀ به خپله تُوره د کاش نه راوباسم او ستاسو نه به صادقان او بدعمله دواړه ختم کړم.


تۀ به د اور دپاره خشاک يې، ستا وينه به ستا په مُلک کښې تويه شى، تۀ به نور ياد نۀ کړے شې، ځکه چې ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“


ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.


د هغوئ دشمنان به هغوئ سنګسار کړى او په تُوره به يې ووژنى، هغوئ به د دوئ زامن او لوڼه مړۀ کړى او د هغوئ کورونه به وسوزوى.


زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.


نو هغوئ ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه څوک چې په دې کنډراتو کښې پاتې کيږى هغوئ به په تُوره مړۀ شى، او څوک چې په دشتو او ميرو کښې بهر اوسيږى هغوئ به ځناورو ته حواله کړم چې وې خورى، او څوک چې په قلعه ګانو او غارونو کښې دى په وبا به مړۀ شى.


زۀ به خپل روح په تاسو کښې واچوم او تاسو به ژوندى شئ، او زۀ به تاسو په خپله زمکه آباد کړم. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو، هغه ما وکړل. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“


زۀ به په وبا او قتل عام د هغۀ عدالت وکړم، زۀ به سېلابى بارانونه، ږلۍ او سوزونکى ګوګړ په هغۀ او د هغۀ په لښکرو او ورسره په نورو ډېرو قومونو نازل کړم.


تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.


هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.


د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،


هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.


زۀ به ستاسو مينځ ته خطرناک ځناور درولېږم او دا به ستاسو ماشومان ووژنى، ستاسو څاروى به تباه کړى او ستاسو شمېر به دومره کم کړم چې سړکونه به مو خوشى پاتې شى.


زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.


هغوئ به د لوږې او تبې نه مړۀ شى، هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى. زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى، او زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى.


ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan