15 تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.
نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.
نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده.
زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.
زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
کومه وينه چې تا تويه کړه د هغې په وجه تۀ ګناه ګار شوې او د هغه بُتانو په وجه تۀ پليت شوې کوم چې تا جوړ کړل. تا خپل ژوند لنډ کړو، او تا خپل عمر ختم کړو. نو په دې وجه زۀ به تا نورو قومونو ته د خندا مثال کړمه او په ټولو مُلکونو کښې به دې د مسخرو کړم.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ به د خپلې خور پيالۍ وڅښې، يوه لويه او ژوره پيالۍ، دا به تا د خلقو د ټوقو او مسخرو کړى، ځکه چې دا پياله ډکه ده.
هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.