کومه وينه چې تا تويه کړه د هغې په وجه تۀ ګناه ګار شوې او د هغه بُتانو په وجه تۀ پليت شوې کوم چې تا جوړ کړل. تا خپل ژوند لنډ کړو، او تا خپل عمر ختم کړو. نو په دې وجه زۀ به تا نورو قومونو ته د خندا مثال کړمه او په ټولو مُلکونو کښې به دې د مسخرو کړم.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ به د خپلې خور پيالۍ وڅښې، يوه لويه او ژوره پيالۍ، دا به تا د خلقو د ټوقو او مسخرو کړى، ځکه چې دا پياله ډکه ده.
زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى.
نو چرته چې تاسو اوسېږئ نو هغه ځائ او ښارونه به کنډر شى او هغه علاقائى عبادتخانې به تباه شى، ستاسو قربانګاه به خرابې او تباه شى، ستاسو معبودان به ټوټه ټوټه او تباه کړے شى، او ستاسو د خوشبويۍ قربانګاه به راوغورزولے شى، او څۀ چې تاسو جوړ کړى دى هغه به جارُو کړے شى.