1 ”اے بنى آدمه، يوه تيره تُوره راواخله او هغه لکه د نائى د چړې په شان د خپل سر او ږيرې د وېښتو خرئيلو دپاره استعمال کړه. او بيا هغه وېښتۀ د يوې تلې په ذريعه په درېو برخو تقسيم کړه.
کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات سيند د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ږيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کل کړى.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه.
”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه.
هغوئ به خپل سرونه نۀ کلوى او نۀ به خپل وېښتۀ اوږدوى، خو هغوئ به د خپل سر وېښتۀ واړۀ ساتى.
تقيل، مطلب دے وزن، تۀ په تله باندې وتللے شوې او په وزن ډېر سپک وختلې.
يو اِمام به هم د خپل سر يوه حِصه هم نۀ کلوى، نۀ به ږيره لنډوى او نۀ به خپل بدن غوڅوى چې دا ښکاره کړى چې غم کوى.