23 ”نو دغه شان به د نورو قبيلو وى، د بنيامين به يوه حِصه وى، دا به د مشرق طرف نه تر مغرب طرف پورې وى.
نو د ليويانو جائيداد او د ښار جائيداد به د دې علاقې په مينځ کښې پروت وى چې د شهزاده ملکيت دے. کومه علاقه چې د شهزاده ملکيت دے هغه به د يهوداه او د بنيامين د سرحد په مينځ کښې پرته وى.“
اول پچه د بنيامين د قبيلې راوتله. د هغوئ زمکه د يهوداه او يوسف قبيلو په مينځ کښې پرته وه.