Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 48:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 نو د ليويانو جائيداد او د ښار جائيداد به د دې علاقې په مينځ کښې پروت وى چې د شهزاده ملکيت دے. کومه علاقه چې د شهزاده ملکيت دے هغه به د يهوداه او د بنيامين د سرحد په مينځ کښې پرته وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 48:22
3 Iomraidhean Croise  

څۀ چې پاتې وُو د هغه علاقې په دواړو طرفونو کښې د مقدسې برخې سره او د ښار جائيداد دا به د شهزاده ملکيت وى. دا به د مشرق طرف ته دولس نيم کيلوميټره د مقدسې حصې نه تر مشرقى سرحد وى، او د مغرب طرف نه به دولس نيم کيلوميټره تر مغربى سرحده وى. دا دواړه علاقې چې د قبائيلى حِصو اوږدوالى پورې غزېدلې دى دا به د شهزاده ملکيت وى، او مقدسه حِصه به سره د خُدائ د کور د مقدس ځائ د دې په مينځ کښې وى.


”نو دغه شان به د نورو قبيلو وى، د بنيامين به يوه حِصه وى، دا به د مشرق طرف نه تر مغرب طرف پورې وى.


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan