Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 48:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 څۀ چې پاتې وُو د هغه علاقې په دواړو طرفونو کښې د مقدسې برخې سره او د ښار جائيداد دا به د شهزاده ملکيت وى. دا به د مشرق طرف ته دولس نيم کيلوميټره د مقدسې حصې نه تر مشرقى سرحد وى، او د مغرب طرف نه به دولس نيم کيلوميټره تر مغربى سرحده وى. دا دواړه علاقې چې د قبائيلى حِصو اوږدوالى پورې غزېدلې دى دا به د شهزاده ملکيت وى، او مقدسه حِصه به سره د خُدائ د کور د مقدس ځائ د دې په مينځ کښې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 48:21
8 Iomraidhean Croise  

زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى.


دا به د اِمامانو دپاره مقدسه حِصه وى. دا به په شمالى طرف دولس نيم کيلوميټره اوږده وى، او په مغربى طرف به پينځۀ کيلوميټره پلنه وى، مشرق طرف ته به پينځۀ کيلوميټره پلنه او جنوبى طرف ته به دولس نيم کيلوميټره اوږده وى. د دې په مينځ کښې به د مالِک خُدائ مقدس کور وى.


دا ټوله حِصه به هر طرف ته دولس نيم کيلوميټره مربع وى. د خاص تحفې په طور به تاسو مقدسه حِصه، سره د ښار د جائيداد يو طرف ته کړئ.


نو د ليويانو جائيداد او د ښار جائيداد به د دې علاقې په مينځ کښې پروت وى چې د شهزاده ملکيت دے. کومه علاقه چې د شهزاده ملکيت دے هغه به د يهوداه او د بنيامين د سرحد په مينځ کښې پرته وى.“


د يهوداه د سرحد سره چې کومه علاقه د مشرق نه تر مغرب پورې ده دا به هغه حِصه وى چې تۀ يې د خاص تحفې په طور پېش کړې. دا به دولس نيم کيلوميټره پلنه وى، او د دې اوږدوالے د مشرق نه مغرب پورې به د يوې قبائيلى حصې برابر وى، د مالِک خُدائ کور به د دې په مينځ کښې وى.


د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan