17 د ښار دپاره د څرن ځائ به شمال ته يو نيم سل ګزه مربع وى، جنوب ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، مشرق ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، او مغرب ته به هم يو نيم سل ګزه مربع وى.
او د دې ناپونه به دا وى، شمال طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، جنوب طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، مشرق طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، او د مغرب طرف به هم پاو باندې دوه کيلوميټره وى.
کومه پاتې علاقه چې د مقدسې حصې سره لګېدلې ده او دې سره په اوږدو تلې ده، دا به د مشرق طرف ته پينځۀ کيلوميټره او د مغرب طرف ته به هم پينځۀ کيلوميټره وى. د ښار کارکوونکو دپاره به د دې پېداوار خوراک ورکوى.