15 پاتې دولس نيم کيلوميټره پلنه او دوه نيم کيلوميټره اوږده زمکه به د ښار د عام استعمال دپاره، د کورونو او د څرن ځائ دپاره وى. ښار به د دې په مينځ کښې وى،
د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بېحرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.
بيا هغۀ هغه څلور واړه طرفونه ناپ کړل. او د دې نه ګېرچاپېره دېوال وو، چې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد او اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه پلن وو، د دې مقصد دا وو چې عام ځائ د مقدس ځائ نه جدا کړى.
هغوئ دې زما خلقو ته د مقدس او عام څيزونو په مينځ کښې د فرق تعليم ورکړى او ورته دې د حرامو او حلالو په مينځ کښې فرق وښائى.
تاسو به ښار ته د جائيداد په توګه درې کيلوميټر پلنه او دولس نيم کيلوميټره اوږده علاقه ورکړئ، د مقدسې حصې سره خوا په خوا، دا به د ټولو بنى اِسرائيلو وى.“
کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے.