14 هغوئ به نۀ دا خرڅوى او نۀ به يې بدلوى. دا ښۀ زمکه ده او نۀ دى په کار چې نورو لاسونو ته لاړه شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته مقدسه ده.
خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.
هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.
دا به هغوئ ته د زمکې د مقدسې حصې نه خاص تحفه، او د ټولو نه مقدسه حِصه وى، د ليويانو د علاقې سرحد سره به وى.
د اِمامانو علاقې سره نزدې، ليويانو ته به هم دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه زمکه ورکړے شى. د دې مکمل اوږدوالے به دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے به يې پينځۀ کيلوميټره وى.
اِمام به روټۍ د دوو ګډورو سره د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه هم پېش کړى. دا نذرانې مقدسې دى.
خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى.
خو د ليويانو د ښارونو نه ګېرچاپېره مېدان به هيڅکله نۀ خرڅيږى، دا د همېشه دپاره د هغوئ دے.
کوم څيز چې مالِک خُدائ ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى، نو هيڅ څوک به دا نۀ خرڅولے شى او نۀ به يې واپس اخستلے شى، کۀ هغه بنى آدم، ځناور، يا زمکه وى، دا به د همېشه دپاره د مالِک خُدائ وى.
صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.