Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 47:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 بيا هغۀ ما نه تپوس وکړو چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟“ نو بيا هغۀ زۀ واپس د درياب غاړې ته بوتلم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 47:6
8 Iomraidhean Croise  

هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، په غور سره وګوره، او په غور سره واؤره، او هر هغه څۀ ته خيال وکړه چې درته زۀ د مالِک خُدائ د کور د ټولو احکامو په حقله فرمايم. د مالِک خُدائ مقدس کور ته د تلو راتلو طريقو ته خيال وکړه.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.


او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“


”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.


نو فرښتې زما نه تپوس وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”ما ته په هوا کښې يو کولاو طومار ښکارى چې لس ګزه اوږد او پينځۀ ګزه پلن دے.“


عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسېدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې، ”آو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan