Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 47:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو، خو اوس دا سيند شو چې زۀ په کښې نۀ شوم اوړېدلے، ځکه چې اوبۀ اوچتې وې او لامبلو ته کافى ډوبې وې، داسې سيند ترې جوړ شو چې هيڅوک په کښې نۀ شُو اوړېدلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 47:5
8 Iomraidhean Croise  

د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.


هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې تر ګوډو پورې ډوبې وې. هغۀ بيا نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې دا تر ملا پورې وې.


ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan