4 هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې تر ګوډو پورې ډوبې وې. هغۀ بيا نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې دا تر ملا پورې وې.
کله چې هغه سړے فيته په لاس نمرخاتۀ طرف ته لاړو، نو هغۀ نيم کيلوميټر ناپ وکړو او بيا يې زۀ په اوبو کښې بوتلم چې د ګيټو پورې وې.
هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو، خو اوس دا سيند شو چې زۀ په کښې نۀ شوم اوړېدلے، ځکه چې اوبۀ اوچتې وې او لامبلو ته کافى ډوبې وې، داسې سيند ترې جوړ شو چې هيڅوک په کښې نۀ شُو اوړېدلے.
د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.
هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.